کابل باختر د ثور څوارلسمه :
دپروان پوهنتون په سلګونو تنو محصلانو نن په مظاهرو لاس پورې کړ .
دچاريکارو له ښار څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه محصلان شکايت لري چې يو شمير کسانو ته يې ددغه پوهنتون دمسوولينو له خوا لازم درسي امکانات او دشپې له خوا داستوګنې ځاى نه دى برابر شوى .
خو دپروان پوهنتون رييس عطا محمد پويا دغه ادعا ردوي .
دپروان پوهنتون څلور زره تنه محصلان لري چې په سلوکې ديرش يې نجونې دي .