کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
په کابل کې د سويډن سفير پرون د پروان ولايت ته سفر وکړ .
د پروان والي فضل الدين عيار وويل : پروان يو ستراتيژيک ولايت دى او د دغه ولايت بنسټيزې پرمختيا ته پاملرنه مهمه او ضروري ده او موږ هيله لرو چې دوست هېواد سويډن د دغه ولايت د پرمختيايي پروژو د تطبيق په لاره کې مرسته او همکاري وکړي .
وروسته د سويډن سفير د پروان د مسوولينو او خلکو د ميلمه پالنې او هرکلي له امله مننه وکړه او ويې ويل چې د سويډن دولت په افغانستان کې د سولې د بهير ملاتړ کوي چې ويجاړتيا ته د پاى ته ټکى کيښودل شي .
ده ډاډ ورکړ چې د پروان ولايت د سيمه ييزې ادارې د مسوولينو او خلکو طرحې او پيشنهادونه به د سويډن له دولت سره طرحه کړي چې په دغه ولايت کې د ښځو د بنسټونو د ودې او اقتصادي پراختيا او د بنسټيزو پروژو د پراختيا لپاره مرسته او همکاري وشي .
ختم_ ج _ اکرم