خبرونهټولنه

په پروان کې له سلګونو بې وزلو او معلولو سره مرسته کېږي

 کابل / د غوايي ۲۴ مه / باختر

د پروان د کليو د بيا رغاونې  او پراختيا رياست د مطبوعاتو مسوول صبور رویت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د ماينونو پر خطرونو د پوهاوی موسسې  يوه استازي د کليو د بيا رغاونې  او پراختيا رياست له رييس ملا عبدالصمد صادق سره په کتنه کې  په دغه ولایت کې له سلګونو کورنیو سره د مرستې خبر ورکړ.

هغه  زياته کړه چې یادې  موسسې د دغه ولايت د کليو د پراختيا له رييس سره په همغږۍ د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د معلولو او اړمنو کورنيو  د سروې پروګرام پيل کړى دى.

ځايي چارواکي وايي چې په مرسته کې به پر هرې کورنۍ اوړه، غوړي، وريجې، دال بوره، مالګه او چاى د سروې له بشپړېدو وروسته ووېشل شي.

جهانیار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته