په پروان کې له جامعه سراج الاسلام مدرسې څخه ۲۶۵ تنه فارغ شول

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د پروان د چاریکارو ښار په ګل غندۍ تفریحي سیمه کې له جامعه سراج الاسلام مدرسې څخه نن په مختلفو دورو کې ۲۶۵ تنو زده کوونکو خپل د فراغت سندونه ترلاسه کړل او د فضیلت دستار یې وتړل.
په دغه غونډه کې دیني عالمانو هر اړخیزي ویناوې او له دغو فارغ شویو زده کوونکو څخه وغوښتل چې خپل ځانونه دې پر عصري او سیاسي علومو هم سمبال کړي، تر څو له سیالو هېوادونو سره دغه هېواد سیال وساتي
په دغه فراغت غونډه کې د یاد ولایت د مقام مرستیال مفتي محمد ادریس انوري په خپلو خبرو کې وویل: اسلامي امارت د انکشافي پلانونو او پروګرامونو د طرحې او تطبیق په برخه کې اغیزمن ګامونه پورته کړي او د ټولنې پرمختګ ته هم ژمن دی.
د سراج الاسلام مدرسې آمر مفتي اسدالله رايد وویل، دا د دې مدرسي د علماوو د فراغت
په شپږمه دوره کې د ۱۱ ښځو په ګډون ۲۶۵ تنه د حدیث او حفظ له څانګو فارغ شول.
هغه زياته کړه، اوسمهال په دې مدرسه کې ٨٥٠ تنه نور په زده کړو بوخت دي.