ټولنه

په پروان کې د کندز ولايت له سلو بې ځايه نويو کورنيو سره مرسته وشوه

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د کندز ولايت له سلو بې ځايه شويوکورنيو سره په پروان ولايت د خوراکي توکو او د نورو ضروري لوازمو مرسته وشوه .
په پروان ولايت کې د کندز د بې ځايه شويو کورنيو د ستونزو د لرې کولو په موخه د پروان د والي محمد عاصم عاصم په وړاندې له سلو بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
  د پروان د والي وياند وحيد صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل: خوراکي توکي او  جامې  چې  غوړي  وريجي، اوړه، بوره،  شړۍ، بوټان او د ماشومانو جاکټونه پکې دي؛ د پروان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له پيښو سره دمبارزې رياست او د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د نمايندګۍ له خوا د مستحقو کسانو په واک کې ورکړى شول .
دغه توکي د پروان د والي محمد عاصم عاصم، د پروان ولايت د کليو دبيا جوړولو او پراختيا د رييس انجنير عبدالواسع، له پيښو سره د مبارزې د رييس محمد امين حيدري او د پروان ولايت د افغاني سرې مياشتې د ټولنې رياست د استازي له خوا وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته