په پروان کې د ښځو ملي اجماع جوړه شوه .
کابل باختر دوږي ديارلسمه :
دسولې لپاره دافغانستان دښځو ملي اجماع نن دسلګونو تنو ښځو په ګډون په پروان ولايت کې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه غونډه د هېواد دلومړى ميرمنې ددفتر له خوا دپروان ولايت دسيمه ئيزې ادارې په کوربه توب دچاريکارو ښار دګل غنډى په تفريحي پارک کې دهېواد دلومړى ميرمنې ددفتر دسلاکارانو ، دسولې دعالي شورا دمسوولينو ، دښځو دحقوقو دفعالينو ، دپروان ولايت دمشرتابه هيئت او ددغه ولايت دمرکز او نهو ولسواليو دممتازو ميرمنو په ګډون جوړه شوه .
دسولې عالي شورا مرستيالې حبيبې سرابي دسولې دبهير او دسولې دټينګښت په لاره کې ددولت دهدفونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې په هېواد کې دسولې خبرې يو مهم پړاو ته رسيدلي دي . او دهېواد جمهور رييس ملي اجماع سولې ته د رسيدو لپاره يواځنى لاره بولي .
دې وويل دهېواد لومړى ميرمن نيت لري چې دهېواد په څلور ديرشو ولايتونوکې د ښځو ملي اجماع جوړه کړي .
دهېواددلومړى ميرمنې ددفتر مطبوعاتي سلاکارې زهرې يوسفي د لومړى ميرمنې پيغام ولوست او دپروان ولايت له ښځو څخه وغوښتل چې دسولې د ټينګښت او تامينولو په لاره کې خپل رول ترسره کړي .
دپروان ولايت دښځو په استازيتوب نويدې خراساني دهېواد دلومړى ميرمنې ددغه نوښت او اقدام له امله مننه وکړه او ويې ويل چې دپروان ښځې له هرهغه اقدام څخه چې وکولاى شي په هېواد کې سوله تامين کړي ، ملاتړ کوي .
دپروان والي فضل الدين عيار وويل چې دپروان خلک دسولې لپاره دښځو دملي اجماع ملاتړ کوي . او داسې زمينې برابروي چې ښځې دسولې دتامينولو په لاره کې ګټور فعاليتونه ترسره کړي .
دغوڼډې په پاى کې هغه سوغاتونه چې دپروان دوالي له خوا برابر شوې و ، ميلمنو ته ورکړل شول . ختم _ ج _ اکرم