ټولنه

په پروان کې د څه ناڅه سلو ټولګټو پروژوکار بشپړ شو

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٨
د پروان ولايت يو شمېر خلکو پرون د ملي پيوستون د ټولګټو پروژو له اسانتياوو څخه ګټه واخسته.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي پيوستون پروګرام د ١٩٨ ټولګټو پروژو کار د ٩٢ مليونو ٥٢٣ زرو افغانيو په لګښت د پروان ولايت په سياه ګرد ولسوالۍ کې بشپړ او د خلکو د استفادې وړ وګرځيدې.
په دغو پروژوکې د سړکونو، پلګيو، د اوبو لګولو د کانالونو ، د کرنيزو اوبو د زيرمو محافظوي ديوالونو او د اوبو رسولو د شبکو جوړول شامل دي.
د دغو پروژو د جوړولو په بهيرکې يو زيات شمېر ماهرو او غير ماهرو کارګرانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
د کليو د بياجوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام ساتنې او څارنې پروژه په پروان ولايت کې ٣٦٢ کلي تر پوښښ لاندې نيولي دي او تر اوسه پورې په بېلابېلو برخوکې د ٢٩٦ پروژو کار يې بشپړ کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته