امنیت

په پروان کې د پنځوتنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣٠ :
په پروان ولايت کې د هوايي بريد له امله پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه په سياه ګردولسوالۍ کې د دوى په پټنځي بريد وشو.
د پروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدزمان مموزي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغه هوايي بريدکې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل: دغه وسله وال طالبان په خپل پټنځي کې د يو لړتروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې د ناتو د بې پيلوټه الوتکې له خوا پرې بريد وشو.
ويل کيږي په دې بريدکې ملکي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
دوه ورځې مخکې هم په پروان ولايت کې د ناتو په هوايي بريدکې دطالبانو د ډلې شپږ تنه غړي ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته