روغتیا

په پروان کې د يو روغتيايي مرکز د جوړولوکار پيل شو

کابل باختر د لړم پنځمه :
د يو ه روغتيايي مرکز د ودانۍ د جوړولو کار د پروان ولايت د مرکز چاريکارو ښار ته څېرمه د توغبردي په کلي کې پيل شو.
د دغې ودانۍ د بنسټ د ډبرې د ايښودلو په مراسموکې د پروان د عامې روغتيا رييس ډاکترعبدالخليل مصدق وويل چې دغه پروژه د هندوستان په مرسته  د پنځو ميليونو افغانيو په لګښت په اتو مياشتوکې په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړيږي .
  د پروان والي  فضل الدين عيار د دغه مرکز جوړول  د دغه کلي  د اوسيدونکو يوه اړتيا وبلله او ويې ويل چې بايد د دغې پروژې د کار څارنه وشي .
د سيمي اوسيدونکو د دغه روغتيايي مرکز د جوړولو په خاطر د حکومت د پاملرنې له امله مننه وکړه .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته