په پروان کې د يوه ښوونځي ودانۍ پرانستل شوه
کابل باختر دوري دمياشتې ٥ نيټه :
په پروان و لايت کې پرون ديوه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار بشپړ او د پروان د والي او د دغه ولايت د پوهنې د رئيس له خوا پرانستل شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ د پروان ولايت د پوهنې رئيس عبدالظهور حکيم وويل چې د دغه ښوونځي ودانۍ د جاپان د جن د موسسې په مرسته د١٦٥ زرو امريکايي ډالرو په لګښت په يوه پوړ کې جوړه شوې ده چې اته درسي او اداري خونې لري .
د يو بل خبرله مخې د پروان ولايت د مرکز د دار لعلوم د ليليلې د ودانۍ د بنسټ ډبره د پروان د والي له خوا کېښودل شوه او د جوړولو کار يې پيل شو.
د پروان ولايت د پوهنې رئيس وويل ؛ دغه ودانۍ دپوهنې وزارت له بودجې څخه د دوه ديرشو ميليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې جوړيږي چې لس خونې او نور ضروري ملحقات به ولري. پاى ج ذ