امنیت

په پروان کې د يوه موټر غل ونيول شو

کابل  باختر د وري  دمياشتې ٤ :
په پروان ولايت کې د يوه ټکسي موټر غل د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د پوليسو له خوا ونيول شو.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: يو ټيلر چې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا د چاريکارو _باميانو د لويې لارې په اوږدوکې درول شوى و او چلوونکى يې له موټر څخه ښکته او موټر يې غلا کړى و، د پروان ولايت د غوربند درې د شينواري ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د پوليسو د هلوځلو له امله ترلاسه شو او غله له سيمې څخه وتښتيدل.
خبرځاى وويل: تر اوسه پورې د دغې قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى او قضيه څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته