په پروان کې د نیالګيو کېنولو کمپاین پیل شو
کابل / د کب ۱۲ مه / باختر
په پروان کې نن د ( غرس نهال صدقه است ) تر شعارلاندې د نیالګو کېنولو کمپاین پیل شو.
د پروان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمد رحیم نعماني باخترآژانس ته وویل چې دغه کمپاین د یوشمېردولتي بنسټونو په همکاری ترسره شوی دی، ټاکل شوې ده د پروان په ښاراو ولسوالیو کې ۱۰۰۰ میوه لرونکي او ډولي نیالګي کېنول شي.
هغه د پروان له اوسېدونکو وغوښتل چې د کېنول شویو نیالګیو ساتنه وکړي او هر اوسېدونکي د سمسورتیا لپاره یونیالګی کېنوي.
ع