چاريکار/ باختر دزمري نولسمه :
ناپيژاندو وسله والوکسانو د پروان ولايت په مربوطاتوکې دوه ښځې په ډزو سره ووژلې .
په دغو ډزوکې دوه نورې ښځې هم ټپيانې شوې .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: موټرسايکل سپرو يرغلګرو پرون له غرمې وروسته په دغو څلورو تنو ښځو د بګرام هوايي ډګر ته څېرمه ډزې وکړې .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم باخترآژانس ته وويل چې يرغلګر له ډزو وروسته تښتيدلي او د هغوى دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
ده وويل چې دغو ښځو د بګرام په هوايي ډګرکې په يوه خصوصي کمپني کې کار کاوه .
تر اوسه پورې د دغې پيښې مسووليت چا پرغاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ