-کابل/ د لړم ۳۰ مه/ باختر
په پروان کې د موټرو د تګ راتګ يو پل پرون پرانيستل شو.
د باختر آژانس د خبر له مخې: دغه پل چې د جبل السراج ولسوالۍ په ګلبهار ساحه کې د پنجشير پرسيند جوړ شوى دى، پروان او کاپيسا سره نښلوي.
د ترانسپورټ وزير يما ياري وويل چې دغه پل د ٢٠٠ مترو په اوږدوالي او د ٩ ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت د نړيوال بانک په مرسته په دوو کلونوکې جوړ شوى دى.
د دغه پله د پرانيستلو په وخت کې د پروان والي او نورو سيمه ييزو مسوولينو ګډون لاره.
ختم- سعيده – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ