په پروان کې د ملي امنيت څلور تنه منسوبين شهيدان شول

کابل باختردوږي دمياشتې٢٤نيټه :
د ملي امنيت څلور تنه منسوبين او يو ملکي وګړى په پروان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله شهيدان شول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې:
د ملي امنيت منسوبينو د چاريکارو ښار په خلازايي ساحه کې د يوه ماين په شنډولو بوخت وو چې دويم ماين دوى ته څېرمه وچاوديد .
د پروان يوه امنيتي خبرځاى د دغې پيښې په تائيدولو سره باختر آژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو لومړى ماين سيمي ته د امنيتي ځواکونو د راوستلو په مقصد ځاى پرځاى کړى و او ټيک هغه وخت چې د ملي امنيت منسوبينو د هغه په شنډولو بوخت وو، يو بل ماين دوی ته څېرمه وچاوديد.
تر اوسه پورې د دغه ماين د ښخولو مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى.
خو د پروان ولايت امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د هغه د ښخولوعاملين بولي.
پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته