په پروان کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په ګډون ستره ولسي غونډه ترسره شوه

کابل، د غوايي ۱۹مه، باختر
د پروان ولایت په مرکز کې ستره ولسي غونډه پرون له پلازمېنې څخه د لوړو پوړو حکومتي چارواکو، ولایتي مسوولینو، قومي مخورو او دیني عالمانو په ګډون ترسره شوه.
د پروان والي مولوی عبدالعلي قدرت الله امیني په یاده غونډه کې مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې ځینو کړیو په لوی لاس د افغانانو ترمنځ د نفاق اچولو هڅې کولې خو د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره دغو شومو موخو ته ونه رسېدل.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د اسلامي نظام ټینګښت د ټول ولس ګډ ارمان وو او اسلامي امارت به په ټول توان سره د شهیدانو د ارمانونو پوره کېدو او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه یو ځل بیا له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو وبللې او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت له نړۍ سره دوه اړخیزو ښو اړیکو ته ژمن دی.
په همدې حال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په تېرو شلو کلونو له یرغلګرو سره د مبارزې په برخه کې د افغانانو د سرښندنو قدرداني وکړه او ویې ویل؛ اوس د دې وخت را رسېدلی چې حکومت او ولس په ګډه د هېواد ودانولو ته مټ راونغاړي.
د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي بیا په یاده غونډه کې د خلکو د عقل، نفس، ناموس، عزت، ځان او مال ساتنه د اسلامي نظام له اساسي موخو څخه وبلل او ویې ویل چې اسلامي امارت په هېواد کې مجرمینو ته د اسلامي شریعت مطابق د سزا ورکولو هڅې کوي.
د یادونې وړ ده، چې په یاده غنډه کې د پروان ولایت د قومي مخورو، دیني عالمانو او ځوانانو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم د اسلامي امارت له چارواکو سره شریک کړل او چارواکو یې ستونزو ته د رسېده ګۍ ډاډ ورکړ.