کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩ :
له طبيعي پيښوسره دمبارزې د رياست له خوا نن په پروان ولايت کې د اوبو دڅپانده کيدو له امله له شلو زيانمنو شويو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.
دچاريکارو له ښار څخه دباخترآژانس خبريال خبر راکړ : د هغې سروې له مخې چې په پروان ولايت کې دموظف هيئت له خوا د سيدخيلو ولسوالۍ په انچوي کلي کې ترسره شوې وه له هغو شلو کورنيو سره چې داوبو دڅپانده کيدوله امله يې کورونه ويجاړ شوي و نن دپروان ولايت له طبيعي پيښوسره دمبارزې رياست له خوا دخوارکي توکو مرسته وشوه .
له طبيعي پيښوسره دمبارزي رئيس انجينرميرمحمدامين حيدري چې دتوکو دويشلو په پيل کې يې خبرې کولې وويل ؛ موږ کال په کال ددې شاهدان يو چې دغبرګولي په مياشت کې سيندونه څپانده کيږي چې د سيدخيلو ولسوالۍ دانچو ساحه د هغو څلور سيندونو دپيوستون ساحه ده چې په دې وروستيو کې شل کورونه يې په بشپړه توګه ويجاړ او څه ناڅه سل جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې ده .
ده زياته کړه : دغه توکي چې له پيښو سره د مبارزې د رياست دکميسيون دپريکړې له مخې ټاکل شوي و له هرې زيانمې شوې کورنۍ سره شوي دي چې په هغه کې سل کيلوګرامه اوړه ، ٢٥ کيلوګرامه وريجې ، ٢٤ ليتره
غوړي ، يوه کيلو چاى او اووه کيلوګرامه بوره شته .
حيدري زياته کړه : ساحه اوس دټينګښت په حال کې ده او تراوسه پورې لس کانتيرونه دسيلاوپه تګلوري کې ځاى پرځاى شوي دي او لس کانتينرونه نور ساحې ته دليږدولو په حال کې دي .
له طبيعي پيښوسره دمبارزې رئيس دخپلو خبرو په پاى کې زياته کړه چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې له زرو کورنيو سره مرسته شوې ده .
0 1 دقیقه لوستل