ټولنه

په پروان کې د ارغوان ګل د هوټل د دويمې برخې د جوړولو کار پيل شو

کابل باختردزمري دمياشتې٢٧نيټه : 
د ارغوان ګل د هوټل د دويمې برخې د جوړولو کار د چاريکارو ښار د ګل غنډۍ په تفريحي غونډۍ کې پيل شو.
د چاريکارو ښاروال خواجه روح الله باختر آژانس ته وويل چې د ارغوان ګل د هوټل دويمه برخه له ـښـارواليو څخه د ملاتړ په نامه د جمهوري رياست له بودجې څخه د اوولسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړيږي چې د جوړولو کار به يې په يوکال کې بشپړ شي.
ده زياته کړه چې د ارغوان ګل د هوټل په نامه د درې ستوري په نامه د هوټل د دويمې برخې په جوړولوکې دهوټل په دويم پوړکې د يو ستر رستورانت او د انګړ د ديوال   جوړول او دهوټل  د انګړ اوارول شامل دي .
دده دڅرګندونوله مخې؛ د دغه هوټل دلومړۍ برخې د جوړولو کارتېرکال  دچاريکارودښاروالۍ له خوا پيل شو چې په سلو کې ۹۰ پرمخ تللى دى.
د پروان والي فضل الدين عيار دخلکو  او دسيمه ييز حکومت داقتصاد په وده کې ددغه هوټل جوړول ګټور وبلل او زياته يې کړه چې د خلکو د اړتياو له مخې پرمختيايي او اقتصادي پروګرامونو په دغه ولايت کې تطبيقيږي.
د ارغوان ګل دهوټل د جوړولو د پروژې تطبيقونکي انجنير محبت الله محبت يار وويل  چې دغه هوټل دڅه دپاسه يوولس جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي چې د دوه زرو تنو ظرفيت به ولري چې جومات، د ميلمنو لپاره خونې، د لامبو وهلو ډنډ ، رستورانت، پارکينګ او نور ضروري ملحقات به ولري.
د يوبل خبرله مخې:
د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالې د انګړ د ديوال د جوړولو کار پيل شو .
د پروان ولايت د سکتوري خدمتونو رئيس محمد طاهرهمت وويل چې د جبل السراج ولسوالۍ د ودانۍ د انګړ ديوال دپروان دسيمه ييزې ادارې له بودجې څخه د يو ميليون او دوه سوه پنځوسو زرو افغانيو په لګښت جوړيږي.                
پاىج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته