ورزش

په پروان کې دښځو لپاره دورزشي جمنازيوم دودانۍ کار پيل شو .

کابل باختر دزمري دوه ويشتمه :
په پروان ولايت کې د لومړي ځل لپاره ښځو ته وروشي جمنازيوم  جوړ شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، ددغه جمنازيوم  دکار دپرانستلو په مراسمو کې چې په همدې مناسبت  پرون دښځو دچارو په رياست کې جوړ شو دپروان دښځو دچارورييسې  شاه جان يزدان پرست  وويل چې دغه جمنازيوم  د  ٢٠٠  متره ځمکې په ساحه کې  دښځو دچارو رياست په انګړ کې ددرې مليونه  څلور سوه زره افغانيو په لګښت دښځو دچارو وزارت له بودجې څخه په سربوښلې  ډول په دريو مياشت کې جوړيږي .
دپروان والي فضل الدين عيار دښځو لپاره ددغه جمنازيوم  جوړول يو ضروري اړتيا وبلله او ويې ويل  دپروان  سيمه ئيزې ادارې   دمناسبو زمينو دبرابرولو په خاطر په ځانګړي  ډول دښځو لپاره دورزشي  ځايونو دجوړولو په خاطر هلې ځلې کوي . په پاى کې دولايتي شورا غړې هوسۍ باياني او دپروان  دکرنې آمر او وترنرې  روښنا خالد ددغه جمنازيوم له جوړولو څخه يې خوښي  وکړه  او ويې ويل ښځوهم دنارينه وو په شان ورزش ته اړتيا لري  اودښځو لپاره دورزشي  ځايونو نشتوالې يو خنډ دى چې اوس دغه جمنازيوم  دښځو هيلې يې زياتې کړې دي . 
  ختم_ شکريه _ اکرم                               

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته