امنیت

په پروان کې دپوليسو په ليکو کې دشموليت آزموينه واخستل شوه.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
په شرايطو برابر  دوه سوه تنو ځوانانو دساتنمنۍ په کورس کې دشموليت په مقصدنن دپوليسو په ليکو کې دشموليت آزموينه  ورکړه.
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په شرايطو برابر دوه سوه تنو ځوانانو چې پخوايي نومونه ليکلي وو نن د ساتنمنۍ په کورس کې دشموليت په مقصد آزموينه  ورکړه .
دغه آزموينه دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ د هيت ، ددپوليسو دتعليمي مرکز داستادانو او دپروان ولايت دپوليسو دجلب او جذب دمسولينو تر نظر لاندې واخستل شوه.
دپوليسو دمسوولينو دڅرګندونو له مخې  :  د آزموينې داوطالبان به د برياليتوب په صورت کې څلور مياشتې د پروان دتعليمي مرکز په قوماندانۍ کې دساتنمنۍ کورس تعقيب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ ١١١ تنه دڅلور دمياشتې کورس له تيرولو وروسته دپوليسو له تعليمي مرکز له قوماندانۍ څخه فارغ او دپوليسو دساتمن په توګه دپوليسو له ليکو سره  يو ځاى  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته