روغتیا

په پروان کې ديو روغتيايي مرکز دجوړولو دکار مخه ونيول شوه

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دپروان والي  فضل الدين عيار پرون دچاريکارو ښار ته څيرمه د توپ درې په کلي کې  ديو روغتيايي مرکز دکار بهير وکوټ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه روغتيايي مرکز  دهندوستان په مالي مرسته  دشپږو مليونوافغانيو په لګښت جوړيږي . خو دڅارونکي هيئت له خوا دهغه دتخنيکي نيمګړتياو دکتنې له امله دپروژې کار ځنډول شوى دى .
دپروان والي وويل  ترهغه وخته پورې چې قرارداد کوونکي ساختماني شرکت په باکيفته توکو دقرارداد له مخې ، دهغه دکار ژمنه ونه کړي دپروژې کار به وځنډول شي
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته