ټولنه

په پروان کې دوه تنه ووژل شول

چاريکار باختر دوري دمياشتې ٢١ نيټه  :
دوه تنه  نن سهار د پروان ولايت د سالنګ په  لويه  لاره کې د يوه  بار وړونکي  موټر د چپه  کېدو له امله   ووژل  شول  .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمدعالم مخلص  د باخترآژانس خبريال ته وويل ؛  دغه کسان  د هينو ډوله موټر سپرلۍ وې  چې  څو غواګانې يې ليږدولې  خو د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله د سالنګ تونل ته څېرمه  له سړک څخه ووت او په سيند کې وغورځيد.
په دې پيښه کې يو بل تن ټپي شوى دى او شپږ غواګانې هم  مړې شوي دي.
پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته