په پروان کې دطالبانو داستخباراتو مسوول ونيول شو .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
دطالبانو دډلې  داستخباراتو مسوول  او دځانمرګو بريدونو لارښود په پروان کې  دملي اردو  دځواکونو  په ګډو عملياتو کې  ونيول شو .
  دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  ،  دطالبانو  داستخباراتو مسوول  او دطالبانو  دځانمرګو بريدونو لارښود او دتنګ قمپاق  ددرې دمسوول  مولوي متين  دډلې غړي  عبدالصمد  کله يې چې غوښتل  پاکستان ته سفر وکړي  دپروان ولايت  دغوربند درې  دسياه ګرد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په پوځي عملياتو کې  ونيول شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته