ټولنه

په پروان کې دراستنيدونکو دبيا ځاى پرځاى کولو کميټه جوړه شوه

کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
دهېواد دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت له خوا دراستنو شويو مهاجرينو دبيان ميشت کولو کميټه پرون په پروان ولايت کې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت د مهاجرت دنړيوال سازمان په همکارۍ  دخپل ظرفيت جوړولو دپروګرام له لارې په ځينو ولايتونوکې دراستنو شويو کسانو د پروګرام دتنظيمولو په خاطر دبيا ميشت کولو کميټې جوړې کړي دي چې  دغه کميټه په پروان ولايت کې جوړه او په فعاليت پيل وکړ .
په دې کميټه کې دولايت دمقام او دڅو نورو ادارو استازى شامل دي .
دپروان والي محمد عاصم عاصم په داسې حال کې چې ددولتي ادارو مسوولين  حاضر و راستنو شويو او بې ځايه شويو کورنيو کسانو ته دخدمتونو دوړاندې کولو په لاره کې دپروان دسيمه ئيزې ادارې ملاتړ اعلام کړ  او ددغې کميټې له شريکانو څخه يې وغوښتل چې دمهاجرينو د راستنولو دچارو دادارې دفعاليتونو دښه والي په خاطر هراړخيزه  همکاري  وکړي .
دپروان ولايت  دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس وويل  چې دغه کميټه  په خپلو سيموکې دراستنو شويو  دبيا ميشت کولو لپاره داسانتياو دبرابرولو او دغه راز دراستنو شويو داړتياوړ پيژندلو په لاره کې دمعلوماتو دمرکز دپياوړتيا په مقصد جوړه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته