ټولنه

په پروان کې دترافيکي پيښې له ا مله د دريو تنو وژل کيدل اودديارلسو تنو نورو ټپي کيدل

_   چاريکار باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
په پروان ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له ا مله درې تنه ووژل شول او څه ناڅه ديارلس تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن  دهېواد دشمال  په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه  چې دوو  مسافر وړونکو موټر له يوبل سره ټکر وکړ.
دپروان ولايت دپوليسو يوه مقام باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې درې تنه 
ووژل شول او ديارلس تنه نورټپيان شول.
دغه مقام  دموټر چلوونکو ګړندى تګ او بې احتياطي ددغې مرګانۍ ترافيکي پيښې  اصلي علتونه بللي  دي.
له بلې خواهم په پروان و لايت کې ديوه  روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې ترافيکي پيښې دڅه ناڅه  دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت  خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته