کابل، د وږي ١٩مه. باختر
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د یوه سربند د جوړولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د پروان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالصبور رویت د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د مالیې وزارت له بودیجې څخه د یاد ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ په ګنبد کلي کې د ۶۵۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو د یوه سربند د جوړولو چارې پيل شوې دي.
دغه سربند ۱۵ متره اوږدوالی لري چې د کار په جریان کې به یې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به يې د نوموړي کلي د اوسېدونکو ۲۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
6 1 دقیقه لوستل