کابل باختردلړم شپږمه :
په پروان ولايت کې ديوه واده په مراسمو کې د دوو غير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ وسله واله جګړه کې درې تنه ووژل شول اويوشمير نور ټپيان شول .
دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي دباختراژانس خبريال ته وويل چې جګړه پرون مازيګر دبګرام ولسوالۍ په خانقا سيمه کې دوو غير مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ له ناندرو وروسته پيل شوه .
دقدوسي دڅرګندونو له مخې ددغه واده دمراسمو په بهير کې لومړى دوو تنو ټوکې کولې چې له څو دقيقو وروسته دوى په ناندرو پيل وکړ او په يوې بلې يې دوسلو ډزې وکړې .
ده وويل چې په دې نښته کې درې تنه ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول چې ددغې پيښې د ټپيانو ددقيق شمير په باب تراوسه پورې خبر نه دى ترلاسه شوى.
په همدې حال کې دپروان ولايت امنيه قوماندان محمد زمان مموزي هم دغه پيښه تاييد کړه .
دپروان ولايت امنيه قوماندان وايي چې په دې جګړه کې دپوليسو يوافسر چې دننګرهار له ولايت څخه يې ددغه واده په مراسمو کې ګډون کړى و هم وژل شوى دى .
1 1 دقیقه لوستل