په پروان ولايت کې دوه تنه دخپل منځي اختلافونو له امله و وژل شول
کابل باختردمرغومي دمياشتې ١١ :
په پروان و لايت کې پرون دوه تنه ديوتن له خوا و وژل شول.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دپروان ولايت دکوه صافي ولسوالۍ د حسن زيو دساحې دوه تنه اوسيدونکي پرون دچړې په ګوزارونو سره و وژل شول.
ددغې ولسوالۍ دپوليسو منسوبين وايي چې وژونکې پيژندل شوي خو تښتيدلي دي اودپوليسو ترڅارنې لاندې دي .
ديوبل خبرله مخې :
دپروان ولايت امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون ددغه ولايت په مربوطاتو کې دوسله والو مخالفينو له خوا يو ښخ کړاى شوي ماين ترلاسه اوشنډکړ.