په پروان بې وزلو کورنیو خوراکي توکي تر لاسه کړل
چاریکار/دغویي ۲۰ / باختر
د پروان په سید خیلو ولسوالۍ کې نن په ۲۸۰ کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د پروان د والي د دفتر مطبوعاتي مسوول باختر آژانس ته وویل چې په دغو کورنیو د ملي د ستر ځوان د پروګرام له لارې اوړه،غوړي،نخوداوصابون ووېشل شول .
هغه وویل: د ملي د سترخوان د پروګرام مرستې د پروان په مرکز او ولسوالیو کې دوام مومي .
پای شکریه