مادريد باختر د تلې پنځه ويشتمه :
د پرتګال او اسپانيا په مرکز او شمال کې د اور ليګدنې له امله چې د اوونۍ په پاى کې پيل شوه؛ څه ناڅه ٣١ تنه ووژل شول .
باختر آژانس د بي بي سي د خبري شبکې له خولې خبر ورکړ:
د پرتګال د بيړنيو چارو د سازمانونو يوه وياند وويل چې په ټوليزه توګه اورلګيدنې دوام لري چې په لسګونو موارده يې جدي دي
د پرتګال د شمال اورلګيدنې له پولې څخه په تيريدو سره د اسپانيا دګاليسيا ناحيې ته رسيدلى دى او دڅه ناڅه درې تنو دوژل کيدو سبب شوي دي
داور وژنې په زرګونو تنه کارکوونکى ددغه اور دکنترولولو لپاره چې له سره او وچ دوبي وروسته لګيدلى دى هلې ځلې کوي .
د اوفليا استوايي توپان داروپا لويديځو سواحلو ته په نږدې کيدو سره دسختو بادونو دچليدو سبب شوى دى چې اورلګيدنه يې پراخه کړې ده .
داسپانيا صدراعظمې ماريانوراخوي دګاليسيا ناحيې په کتنه کې وويل دغه اور لګيدنې ښايي قصدي وي .
دې وويل له هغه څه سره چې مخامخ يو ناڅاپي نه دي بلکې رامنځته کړى شوى دى .
پخوا داسپانيا دکورنيو چارو وزير په دې اړوند دڅو تنو له پيژندولو خبرورکړى و .
دجون په مياشت کې دپرتګال په يوه ګڼ ميشت ځنګل کې د پراخې اورلګيدنې له امله ٦٤ تنه ووژل شول او ١٣٠ تنه ټپيان شول .
ختم_ شکريه _اکرم
1 1 دقیقه لوستل