په پاکستا ن کې په ٢٠١٢ کال کې دوه سوه شپاړس تنه ښځې ژوندي سوځيولي شوي دي .
کراچي _ باختر د وري څليرويشتمه :
په پاکستان کې دمدتګار دملي موسسې بنسټ ايښودونکي ضيا احمد عوان ادعاکړې ده چې دتيرکال په بهير کې څه ناڅه دوه سوه شپاړس تنه ښځې په دغه هيواد کې ژوندى سوځولي شوي دي .
باختراژانس دهند دنيوکريلا دخبري سايت له خولې خبر راکړ ، ده ويلي دي چې دغه له انديښنو ډک شمير يواځې يو کمي شمير يعني له نوک څخه ديوه غره دشميرنې دپيل په شان دى او په حقيقت کې ددغه شان قضيو دقيق شمير له اعلام شوي شمير څخه لور دي
ده له دولت څخه غوښتي دي چې مناسب قانوني او اصلاحي اقدامات وکړي او دتاوتريخوالي له امله دقربانيانوله کورنيو او پاتې کسانو سره مناسبې قانوني اوطبي مرستې وکړي .