په پاکستان کې يوه بله طرحه شوې تروريستي توطيه په افغانستان کې شنډه شوه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٣١
د ملي امنيت موظفينو اووه ټنه چاوديدونکي توکي چې د ډيورندکرښې له اخوا څخه د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ ته ليږدول شوي و؛ کشف کړل او ليږدونکې يې ونيوه.
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې:
د حقاني تروريستي شبکې غوښتل چې په زياتو ويجاړولو سره يو ځانمرګى بريد په لوګر ولايت کې ترسره کړي، په همدې مقصد ٧ ټنه امونيم نايتريت ډوله چاوديدونکي توکي کارول شوي چې له جنوبي وزيرستان څخه ارګون ته ليږدول شوي و چې وروسته د لوګر ولايت ته وليږدول شي او ورڅخه په يو ځانمرګى بريدکې استفاده وشي.
دغه موټر د پکتيکا ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ملي امنيت د موظفينو لاس ته ورغى او ليږدونکى يې چې صابرګل نوميږي.
دغه دسيسه په داسې حال کې شنډيږي چې د حقاني شبکه په پاکستان کې د افغانستان د خلکو پرخلاف د تروريستي پروګرامونو په طرحه کولو بوخته ده
سره له دې چې دغه شبکه د تروريستي سازمانو يوه برخه او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په لست کې شامله ده؛ په پاکستان کې په آزاد ډول فعاليت کوي او په همدې دليل امريکا پاکستان ته د خپلو مالي مرستو د بندولو خبردارى ورکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته