په پاکستان کې يوشمير ديني مدرسې وتړلې شوې .

اسلام اباد باخترد مرغومي شپږ ويشتمه :
پاکستان يوشمير ديني مدرسې  تړلې دي .
دباختراژانس   د خبر له مخې:  پاکستاني مقاماتو پرون وويل ،ددغو ديني مدرسو چارې دجيش محمد دتند لارې ډلې  له خوا  چې  فعاليت يي  په پاکستان کې  منع کړى شوي دي  پرمخ بيولې کيدې .
دوى  دغه راز وويل چې داسکه ښارته څيرمه  په يوه جومات  او مدرسې دپوليسو په بريد کې څه ناڅه لس  تنه ونيول شول .
  دروانې اوونۍ له نيولو وروسته ددغې ډلې  ديومشر مولانا  مسعود ازهر  په ګډون دجيش محمد د ډلې يوشمير غړي  ونيول شول .
  هندي مقامات وايي چې  دجيش محمد   دډلې جګړه مارانو  دپاکستان پولې ته څيرمه  دهند دپټانکوټ په هوايي  ډګر  دجنوري دمياشتې  ددويمې نيټې په بريدونوکې لاس درلود .
په دې بريد کې  اووه تنه  هندي عسکر وژل شوي و .
هندي مقاماتو له دغه بريد وروسته له پاکستاني مقاماتوسره خبرې  چې ټاکل شوې وه  پرون ترسره شي  وځنډولې .
اسلام اباد وايي چې په پنجاب   ايالت کې دمولانا ازهر د ډلې پرخلاف اقداماتو ته دوام ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته