نړۍ

په پاکستان کې مظاهرې

کويټه ډي ډان   باختر د سلواغې دمياشتې٣  
دشيعه زيارت کوونکو  دوژلو پرخلاف  نن د کراچۍ ، کويټې ، لاهور ، اسلام آباد او دحيدر آباد په ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې .
باختر آژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :
دغه مظاهرې  دوحدت المسلمين مجلس د ګوند اودنورو شيعه سازمانونو دغړو له خوا ترسره شوي دي .
دپاکستان دکراچۍ ښار دخصوصي ښوونځيو دټولنې رييس شرف الزمان وويل  :     
چې نن به ددغه ښار ټول ښوونځي تړلي وي .
دغه مظاهرې دهغه ځانمرګي بريد په اعتراض کې چې دپاکستان دبلوچستان په ايالت کې  وشوې چې  پنځه تنه ويشت  تنه زيارت کوونکي پکې ووژل شول اوپه لسګونو تنه نور ټپيان شول ،ترسره شوي دي.
دغه بريد د روانې اوونۍ دسه شنبې په شپه دشيعه زيارت کوونکو دسپرلۍ په موټر شوي و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته