نړۍ

په پاکستان کې د يوټلويزيون درې تنه کارکوونکي ووژل شول

اسلام  آباد ډان   باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٨ :
د سميع الحق د جمعيت العلماى اسلام  د څانګې مشر مفتي عثمان خان  له خپل موټر چلوونکى او شخصي ساتوونکى سره د جمعې په شپه دپاکستان دکراچۍ ښار په فيصل ناحيه کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو  د ډزو له امله ووژل شو.
په دې بريدکې يو تن بل ټپي شو چې روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى.
دپاکستان په کراچۍ کې د جناح د روغتون يوه ډاکتر وويل چې د څلورو واړو په ټټرونو ګولۍ لګيدلې  دي او يرغلګر له ساحې څخه تښتيدلى دى.
دپاکستان په کراچۍ  کې د ډزو په يوه بله پيښه کې درې تنه چې د پاکستان د اکسپرس نيوز ټلويزيون ته يې کار کاوه؛ پرون په  ډزوسره ووژل شول.
پوليسو وويل چې وسله والو  موټرسايکل سپرو  د اکسپرس د خصوصي ټلويزيون  درې تنه کارکوونکي په کراچۍ ښارکې ووژل .
طالبانو ويلي دي چې دغه بريد دوى کړى دى .
په دې بريدکې څه ناڅه درې تنه نور ټپيان شوي دي.
په دغې ټلويزيوني شبکې تېرکال دوه ځلې بريد وشو او يوشمېر کارکوونکي يې ټپيان شول .
د بې سرحده خبريالانو د ساتنې کميټې تيره مياشت وويل چې پاکستان د کلني تاوتريخوالي له پلوه د نړۍ په کچه  د ژورناليستانو لپاره دپنځو وژونکو هيوادونو
له  جملې څخه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته