اسلام آباد-ايرنا – باختر د کب دمياشتې ١٠
د (اکو) د اقتصادي همکاريو د سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د شورا دوه ويشتمه غونډه نن سهار پيل شوه
ايران چې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه د اکو دوره يي رياست په غاړه درلود؛ په اسلام کې په نننۍ غونډه کې دغه رياست پاکستان ته ورکړ.
د اکو د بهرنيو وزيرانو پخوانې غونډه په ١٣٩٢ کال کې د تهران په کوربه توب ترسره شوه او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې ايران د بهرنيوچارو د وزيرانو په کچه د اکو دوره يي رياست په غاړه درلود.
دغه راز ټاکل شوې ده د آذربايجان جمهور رييس د مشرانو په کچه د ايکو سازمان دوره يي رياست په توګه دغه رياست په پاکستان ته ورکړي.
د اکو د جګپوړو کار پوهانو غونډه د اکو د مشرانو د ديارلسمې غونډې د ترسره کولو لپاره د لازمو مقدماتو د بشپړولو لپاره چې ټاکل شوې ده د کب په يوولسمه نيټه د چهارشنبې په ورځ ترسره شي؛ په اسلام آباد کې د تېرې يکشنبې په ورځ پيل شوه او پرون مازيګر خپل کار پاى ته ورساوه.
ټاکل شوې ده د ايران جمهور رييس ډاکترحسن روحاني هم نن د اکو د مشرانو په غونډه کې د ګډون په مقصد اسلام آباد سفر وکړي.
دا به په روان کې اسلام اباد ته د روحاني دويم سفر وي.
ده سږ کال د وري په مياشت کې هم اسلام آباد سفر درلود.
دغه راز په دې غونډه کې په اسلام آبادکې د افغانستان سفيرهم ګډون کړى دى.
0 1 دقیقه لوستل