په پاکستان کې د افغانستان سفير: د دې وخت دى چې په سيمه کې د باور د فضا د برابرولو او د ناوړو تفاهمونو د له منځه وړلو په لاره کې کار وشي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
په پاکستان کې د افغانستان سفير د افغانستان، چين او پاکستان په دويمه درې اړخيزه ګډه غونډه کې چې په اسلام آبادکې جوړه شوه؛ د سيمه ييزو ګواښونو پرخلاف د مبارزې په لاره کې د يو ګډ طرز العمل د جوړولو غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په پاکستان کې د افغانستان سفير جانان موسى زي د افغانستان، پاکستان او د چين ترمنځ په دويمه درې اړخيزه ګډه غونډه کې د پاکستان د درې اړخيزو اړيکو په باب خبرې وشوې او دغه راز د هغو چلنجونو او فرصتونو په باب چې د دغو دريو هيوادونو په وړاندې شته او له هغو سره د چلند د څرنګوالي په اړوند خبرې وشوې .
دغه راز په اقتصادي او امنيتي او په تېره بيا د تروريزم پرخلاف د مبارزې په برخو کې د درې اړخيزې همکارۍ د باور د فضا د ښه والي په باب خبرې وشوې .
ده زياته کړه: نن د دې وخت را رسيدلى دى چې موږ د باور د فضا د برابرولو او د موجودو تفاهمونو د له منځه وړلو او د ګډو ګواښونو په وړاندې د يو طرز العمل او لارو چارو د برابرولو په لاره کې عملي ګامونه پورته کړو.
موسى زي زياته کړه: هيله لرم چې دريمه درې اړخيزه غونډه د راتلوونکى کال په نيمايي کې په کابل کې جوړه شي چې وکولاى شو هغه خبرې چې په دې غونډه کې وشوې؛ دکابل په خبروکې د هغو د عملي کيدو شاهدان و اوسو.
موسى زي وويل: د چين، افغانستان او پاکستان د هيوادونو ترمنځ درې اړخيز غونډه يو نوى نوښت دى چې د دريو هيوادونو د حکومتونو رسمي استازي او د دغو هيوادونو د مدني ټولنو استازي او څيړونکي غونډه کوي او د هغو ستونزو په باب چې شته؛ د هغو د حل د ممکن لارې د لټولو په باب خبرې اترې کوي.
د افغانستان، چين اوپاکستان لومړۍ درې اړخيزه غونډه تېرکال په چين کې جوړه شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته