په پاکستان کې دپرونيو مظاهرو په بهيرکې ٢٣ تنه ووژل شول

اسلام آباد ډي ډان دتلې دمياشتې  ١ :
دپاکستان په بيلابيلو ښارونو کې داسلامي ضد فلم پرخلاف داعتراض
کوونکو دتاوتريخوالې په ډکو مظاهرو کې څه ناڅه ٢٣ تنه ووژل شول اوڅه ناڅه دوه سوه پنځوس تنه نورټپيان شول.
په دغو مظاهرو کې چې پرون ترناوخته پورې يې دوام وکړ، په لسګونو زره تنه اعتراض کوونکي واټونو ته راووتل چې دغه اعتراضونه وروسته په تاوتريخوالې واوښتل.
دپاکستان دروغتونونو دمامورينو داعلام له مخې: څوارلس تنه دکراچي په بندري ښار اوپنځه تنه نور هم په پيښور ښار کې ووژل شول .
په خبرونوکې دپاکستان په پرونيو مظاهروکې دلسګونوتنودټپي کيدو خبرورکړ شوى دى  اواټکل  کيږي ددغو مظاهرو دوژل شويو  شمير زيات شي .
په کراچي ښارکې پوليسو داعتراض کوونکو دخورولو په خاطر هوايي ډزې وکړې  اوپه دغه ښارکې يوپوليس هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى.
اعتراض کوونکو په پيښور اوراولپنډى ښارونو کې هم په دوکانونو او دپوليسو په وسايطو بريدونه  وکړل اوهغه يې وسوځول.
دپيښور داعتراضونو په وژل شويو کسانو کې دپاکستان د آى  آر  ټي  دټلويزيوني شبکې يو موټر چلوونکى هم شته چې دپوليسو د ډزو له امله وژل شوى دى. دمظاهرو دمخنيوي په خاطر دپاکستان دولت پرون عمومي رخصتي اعلام کړه اودموبايل ټيلفونونو خدمتونه يې بندکړې و؛ خوسره له دې هم په زرګونو تنو له تاوتريخوالې څخه په ډکو مظاهرو لاس پورې کړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته