په پاکستان کې دپارلماني انتخاباتو په درشل کې د تاوتريخوالي زياتوالى

اسلام ا باد   باخترد   ثور  دمياشتې  ١٨ :
په پاکستان کې د پارلماني انتخاباتو په درشل کې په دغه هيوادکې تاوتريخو الي زوراخيستي او په دوو لويو چاودنوکې د يو سياسي ګوند د سيمه ييز مسوول په ګډون، اوولس تنه ووژل شول چې په دې ډول په انتخاباتو پورې اړوند د سر د زيان شمير له سلو تنو څخه واوښت.
د هنګو ښار په پرونۍ چاودنه کې چې ترسره شوه؛ په دغه هيوادکې په يوه ورځ د انتخاباتي کمپاين دويمه پرله پسې چاودنه ده چې د يو مذهبي ګوندپه غړو بريد کيږي . دغې چاودنې د پاکستان  د شنبې د ورځې د انتخاباتو په باب انديښنې زيا تې کړې دي.
پاکستاني طالبانو دغه انتخابات غير اسلامي بللي دي اود خلکو ګوند په مشرۍ وا کمن ايتلاف ته يې په مستقيم ډول د بريد ګواښ کړى دى.
دطالبانو ډلې د انتخاباتي کمپاين په بهير کې د زياتو بريدونو مسووليت په غاړه اخيستى دى.
د فرانسپرس دخبري آژانس د شميرنو له مخې: د روان کال دوري د مياشتې له دوه ويشتمې نيټې څخه چې په پاکستان کې انتخاباتي مبارزو زور اخيستې ده؛ په سياستوالو او انتخاباتي کمپاينونو د بريدونو له امله د سر د زيان ټول شمېر يوسلو نهوتنو ته رسيدلى دى.
دپاکستان د اکسپرس تريبون ورځپاڼې خبري سايټ پرون وليکل چې په وروستيو څلورو مياشتوکې په پاکستان کې د تاوتريخوالى له امله دوه زره شپږ سوه اويا تنه وژل شوي دي.
د ايران د خبري آژانس دپاکستان د امنيتي تحقيقاتو اوڅيړنو د مرکز رپوټ له خولې ويلې دي، په منځنى ډول هره مياشت شپږ سوه تنه دپاکستان په سياسي تاوتريخوالي کې وژل کيږي.
دغه تحقيقاتي مرکز په پاکستان کې د سياسي تاوتريخوالي په څيړلو سره څرګنده کړې ده، دپاکستان په بېلابېلوسيموکې د سياسي تاوتريخوالي په يو زرو اتو قضيوکې د روان ميلادي کال له پيل څخه د اپريل د مياشتې ترپاى پورې يعنې د ثور ترلسمې نيټې پورې دوه زره شپږ سوه څلور اويا تنه وژل شوي دي.
په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې په پاکستان کې په ٢٠١٣ کال کې د سياسي ګوندونو او انتخاباتي کانديدانو د تروريستي بريدونو، فرقه يي، قومي، بنسټپالنې اود بيلتون غوښتوونکو بريدونو د زياتوالى په ګډون، په دغه هيوادکې دبې سارى سياسي تاوتريخوالي ډګر دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته