اسلام اباد باختر د غبرګولي اوومه :
يوه پاکستاني ښځه دخپلې کورنۍ له اجازې پرته دواده دکولو په دليل دلاهور ښار دمحکمې دودانۍ په وړاندې ددې دکورنۍ له خوا سنګسار شوه .
باختراژانس دبهرنيو خبري منابعو له خولې خبر راکړ: په ديرش کلنې ښځې فرزانې بي بي له هغه وروسته چې دمحکمې دودانۍ په وړاندې په ډبرو او متروکو سره بريد وشو ، ووژل شوه .
ددغې پاکستاني ښځې پلار ځان پوليسو ته تسليم کړى دى خو ددې ورونه او پخوانى کوژدن چې په دې بريد کې يې لاس درلود لاتراوسه پورې نه دي نيول شوي
دهمدې خبر له مخې په سلګونو پاکستاني نجونې اوښځې کال په کال دخپلو کورنيو دغړو له خوا وژلې کيږي . داپه داسې حال کې ده چې ددغو زياترو مواردو په باب خبرونه نه خپريږي او نه ثبتيږي .
دفرزانې بي بي مور او پلار ددې په ميړه تور لګوي چې لور يې تښتولې ده او دهغه پرخلاف يې دلاهور عالي محکمې ته شکايت کړى دى
خو فرزانې بي بي پوليسو ته وويل چې دې په خپل خوښه له دغه سړي سره واده کړې ده
دپاکستان پوليسو ويلي دي چې دغه دواړه څوکاله کوژدن و، فرزانه بي بي پرون دمحکمې په غونډه کې دګډون لپاره دلاهور عالي محکمې ته دننوتو په تکل کې وه چې دپوليسو دڅرګندونو له مخې ددې دکورنۍ څو تنو غړو هغه ګوښه کړه او په فرزانې بي بي او ددې په ميړه يې بريد وکړ په دې بريد کې دفرزانې بي بي ميړه په تيښتې بريالى شوى دى .
0 1 دقیقه لوستل