نړۍ

په پاکستان کې دماشومانو دفلج يا ګوزن دناروغۍ دڅلورو نويو مواردو کشف.

کراچۍ   باختر دغبرګولي  پنځه ويشتمه :
دپاکستان دولتي مامورينو اعلام وکړ چې  دماشومانو دګوزن يا پوليو دناروغۍ څلور نوي موارد کف شوي دي چې په دغو څلورو مواردوسره  په روان کال کې په دغه هيواد کې په دغې ناروغۍ  داخته کسانو  ټول شمير دوه اتيا تنو ته ورسيد .
باختراژانس دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغه هيوادکې دماشومانو دپوليو ناروغۍ  دله منځه وړلو ادارې بيړني همغږي کوونکي وويل، چې ددغې ناروغۍ دوه موارده دخيبر په سيمه کې او دوه نور موارد دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې کشف شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل، په دغو نويو مواردو کې هغه ماشومان شامل دي چې واکسين  شوي نه و .
پاکستان همدا اوس  دهغو دريو هيوادونو په لوړ موقعيت کې دى چې دماشومانو دفلج ناروغۍ پکې شته او دماشومانو دفلج دويروس ددوه اتيا مواردو په لرلو سره په سرکې ځاى لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته