په پاکستان کې دالقاعده دپنځو تنوغړو نيول کيدل
کراچۍ باختر دلړم اوومه :
دپاکستان دکراچى ښار پوليسو پرون دالقاعده پنځه تنه مشکوک ياغيان ونيول.
دغوکسانو دروان کال دغبرګولي دمياشتې په اتلسمه نيټه دکراچۍ ښار په هوايي ډګر په بريد کې لاس درلود .
دپاکستان د ډان ورځپاڼي دخبر له مخې : دکراچۍ ښار دجنايي تحقيقاتو داداري رييس ثاقب اسماعيل مامون وويل: دغه پنځه تنه دالقاعده شبکې او دپاکستاني طالبانو دتحريک غړي دي او يرغلګرو ته د وسلو په برابرولو سربيره ، له هغوى سره يې لوژستيکي اومالي ملاتړ هم کاوه .
ده په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې دخبرو په ترڅ کې وويل : دغه کسان سرمد صديقي ، نديم ، الياس بورګر الياس ملا ، اصف ظاهر او ماسټر عيسي نوميږي .
دروان کال دغبرګولي په مياشت کې دکراچۍ په هوايي ډګر دطالبانو په بريد کې داتلسوتنو امنيتي ځواکونو او دهوايي ډګر دکارکوونکو په ګډون څه ناڅه ديرش تنه ووژل شول .