نړۍ

په پاکستان د اف _ ١٦ ډوله جنګي الوتکو د پلونې پرخلاف د اعتراض په توګه په هندکې د امريکا د سفيراحضارول

واشنګټن بي بي سي   باختر د سلواغې د مياشتې  ٢٥  :
هندپه پاکستان د پوځي تجهيزاتو د پلورلو د تصميم په دليل  په امريکا د اعتراض په توګه په نوي ډيلي کې د امريکا سفير د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته احضار کړى دى.
باختر آژانس دبهرنيوخبرځايونو له خولې خبر راکړ: 
امريکاموافقه کړې ده چې اته اف _ ١٦ ډوله  جنګي الوتکې په پاکستان وپلوري. دغه الوتکې د اټومي سرونو د ليږدونې وړتيا  لري.
ددغو الوتکو ټوله بيه اووه سوه مليونه ډالره اټکل شوې ده.په پاکستان ددغو پوځي تجهيزاتو پلورل بايد د امريکا  دکانګرس له خوا تائيد شي.
امريکا ويلي دي: دغه الوتکې کولاى شي په اوسنيو او دغه راز په راتلوونکي کې د امنيتي ګواښونو په وړاندې له پاکستان سره مرسته وکړي.
هند ويلي دي چې د دغو الوتکو دپلورنې له هدف سره چې ويل شوي دي: له  تروريزم سره له مقابلې سره د مرستې په مقصد ترسره شوى دى، مخالف دى.
هند په وار وار په پاکستان  له تروريزم سره د ملاتړ  تور لګولى دى او له دغه هېواد سره د نړيوالې ټولنې د ملاتړ د پاى د رسيدو غوښتنه کړې ده.
دوه اټومي سيالان هند او پاکستان د آسياد جنوب په سيمه کې د لوړ قدرت د ترلاسه کولو لپاره  سيالي کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته