په پاى کې د بدخشان د ښوونکو معاشونه دهليکوپټر په واسطه وليږدول شول
کابل باختردمرغومي دمياشتې ٢١ :
د بدخشان ولايت دپوهنې د رياست سرپرست وايي: د ښوونکو د معاشونو نه ورکول دغه ولايت د درسي پروګرامونو د خنډ سبب شوى دى.
دبدخشان ولايت د پوهنې چارواکې وايي: له شپږو مياشتو وروسته په دې بريالي شول چې ددغه ولايت دشپږو سرحدي ولسوالۍ د ښوونکو معاشونه وليږي .
دبدخشان د پوهنې رياست سرپرست محمد رحيم حصارمل باختراژانس ته وويل: ددغوښوونځيودښوونکودمعاشونو نه رسيدل، په درسي پروګرامونوکې دخنډسبب شوى دى اوپه دغو ولسواليو کې د ښوونې او روزنې سيسټم ګډوډکړي دي.
ده د خواهان ، نسي ، مايمي ، شکي ، کوفاب اوشغنان د ولسواليو د ښوونکو دمعاشونو د نه رسيدو علت امنيتي ستونزې اود لارو بندېدل وبلل او ويې ويل چې ددغو ولسواليو د ښوونکو معاشونه دهليکوپټر په واسطه دغو سيمو ته ليږل شوي دي.
ويل شوى دى چې په دغو شپږو ولسواليوکې څه ناڅه دوه زره درې سوه شل تنه ښوونکي په تدريس بوخت دي چې دجنګاښ له لومړۍ نيټې څخه د روان کال د ليندۍ د مياشتې ترپايه پورى د دوى شپږمياشتني معاشونه، نهه اويا مليونه څلور سوه شپږنوي زره اووه سوه ديرش افغانۍ کيږي چې د ويشلو په مقصد دغو ولسواليو ته ليږل شوي دي .