په پارلماني انتخاباتوکې د ليتوانيا د واکمن ګوند د ايتلاف برياليتوب
ريګا ايرنا– باختر د تلې دمياشتې ١٤
د ليتوانيا واکمن ايتلاف ګوند د دغه هيواد په پرونيو پارلماني انتخاباتوکې بريالى شو.
له ريګا څخه د رويټرز د خبري آژانس د خبرله مخې:
د ليتوانيا د انتخاباتو د کميسيون د شمېرنو له مخې: واکمن ګوندپه ټولنيزه توګه په سلوکې اته پنځوس رايې ترلاسه کړې دي.
د ليتوانيا د واکمن ايتلاف ګوندبرياليتوب له هغه وروسته اعلام شوى دى چې دغه ګوند په اوکراين کې د روسيې د اقداماتو په وړاندې سخت دريځ ونيوه.
ليتوانيا په راتلوونکى کال کې د اروپا د اتحاديې رياست په غاړه اخلي او تراوسه پورې له مالي بحران سره مخامخ دى چې ددغه هيواد د اقتصادي ودې په سلوکې د شلو د کمښت سبب شوى دى.
ليتوانيا د پخواني شوروي غړې وه چې اوس د ناټو او د اروپا د اتحاديې غړيتوب لري.