په ټول هېواد کې څه باندې ۱۲ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي
کابل، د سلواغې ۸مه، باختر
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل تر اوسه ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي چې ۷ میلیونه او ۱۰۸ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۱۸۰ زره یې ښځینه دي.
یادې ادارې ویلي چې د ټولو وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو له ډلې یوازې د اسلامي امارت له حاکمیت تر اوسه په ټول هېواد کې ۶ میلیونه او نږدې ۲۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې، په کابل کې ۵ میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۲۴، په هرات کې څه باندې ۷۹۶ زره، ننګرهار کې ۶۴۵ زره او ۶۳۵، بلخ کې څه باندې ۵۰۸ زره او په کندهار کې ۳۴۳ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
اوس مهال د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو او آسان خدمت ۷۵ وېش څانګې او یو ګرځنده ټیم فعال دي چې هره ورځ ښځینه او نارینه غوښتونکو ته د پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره هڅه کوي ترڅو په هېواد کې د ولسوالیو په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو وېش څانګې فعالې او هېوادوالو ته په دې برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.