په ټول هېواد کې د اسلامي امارت د بریا او اشغال د پای ته رسېدو ۳مه کالیزه په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه

کابل، د زمري ۲۴مه، باختر
د زمري میاشتې ۲۴مه، چې په هېواد کې د امریکا او ناټو د اشغال د پای ته رسېدو او اسلامي امارت د بریا له ۳مې کالیزې سره برابره ده، نن د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
د ریاست الوزاء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، چې په همدې مناسبت کې کابل کې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله د دغه پرتمینې ورځې د مبارکي ترڅنګ وویل چې اسلامي امارت د افغانستان د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د امريکا او ناټو په ګډون له ټولې نړۍ سره حسن تعامل او په متقابل احترام ولاړې دوه اړخيزې اړيکې غواړي.

Img 20240814 Wa0011
نوموړي زیاته کړه، چې نړۍ ته اوس دا جوته شوې، چې د افغانستان له خاورې څخه هيچاته ګواښ متوجه نه دی، په ځينو هېوادونو کې کړکېچ د هغوئ خپله کورنۍ ستونزې او اسلامي امارت پکې هيڅ ډول لاس نه لرئ.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال همدرانګه وویل چې اوسنی نظام د مجاهدینو، ديني عالمانو او افغان اولس د ګډې مبارزې او قربانيو پايله ده او ملت د اشغال پر وړاندې مبارزه کې شريک وو.

په ورته وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په یادو مراسمو کې وویل چې لا هم د افغانستان دښمنان په ټول توان سره اسلامي امارت ته خنډونه جوړوي، ځکه دوی دلته واحد اسلامي نظام، ملي يووالی، خپلواکي او پرمختګ نشي زغملای.
هغه زیاته کړه، چې په هېواد کې د دريو سترو امپراتوریو نسکورېدل دا په ډاګه کوي، چې افغانستان يو نه ماتېدونکی هېواد او افغانان اشغال نه منوونکی ملت دی.
په همدې حال کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين محمد حنيف وویل چې اوسنی اسلامي نظام د د زرګونو شهيدانو د وينو په بدل کې قائم او سپين محمدي بيرغ زرګونه کسانو د سرونو په نذرانه کولو سره په افغانستان کې رپاند دی.

Img 20240814 Wa0010
په دغه مراسمو کې د المپیلک کمېټې او سپورټ عمومي ریاست اړوند بېلا بېلو ورزشي څانګو د لوبغاړو له لوري په زړه پوري ورزشي نندارې هم ترسره شوې.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اشغال د پای ته رسېدو او اسلامي امارت بریا درېیمه کالیزه په بګرام پوځي ډګر کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون کې د پوځي پرېټ په ترسره کېدو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بېلا بېلو مراسمو او جشنونو په تره سره کېدو سره ونمانځل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته