ټولنه

په ټول توان به د پرمختيايي پروژو ملاتړ وکړو

کابل باختردکب دمياشتې نهمه
په ټول توان سره به په خپلو سیمو کې دپرمختیايي پروژو ملاتړ وکړو
دغه څرګندونې دلغمان ولايت د بصرام او نورې سيمومشرانو او دیني دعالمانو د لغمان له والي سره په کتنه کې وکړې .
دوی  ولايتي ادارې ته ډاډ ورکړ که  په سیمو کې يې د بيا رغونې چارې پيل شی ، په ټول قوت به دپرمختیايي پروژو ساتنه وکړي .
لغمان والي عبدالجبار نعیمي  ددوی څخه مننه وکړه چې دپرمختیايي پروژو د پلي کېدو لپاره هڅې کوي .
نعيمي زياته کړه چې هر اړخیز سمون،امنیت او پرمختګ يې د کارونو لومړیتوب دي، نه یوازې د بصرام بلکې په ټولو برخو کې به دمتوازن پرمختګ لمن پراخه او د لومړیتوبونو سره سم به د بيا رغونې پروژې پلي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته