واشنګټن- بي بي سي – باختر دکب دمياشتې ١
د امريکا د اردو پخواني عسکر استيون ګرين چې په يو ځوانې عراقۍ نجلۍ په ډله ييز تيري او د هغې د کورنۍ په وژلو کې اصلي رول درلود ځان وژلى دى.
باختر آژانس د بي بي سي دشبکې له خولې خبر راکړ :
د امريکا د اردو ددغه پخواني عسکر مړى د تيرى شنبې په ورځ د آريزونا په جيل کې وموندل شو چيرته چې بندى و او دده د مړينې دعلت په باب څيړنې دوام لري. استيون ګرين او د ده ملګرو په ٢٠٠٦ کال کې يو کورته په ننوتلو سره د عبير الجنابي پلار او پنځه کلنه خور ووژل او وروسته يې په دغې څوارلس کلنې عراقۍ نجلۍ جنسي تيرى وکړ او وروسته يې د هغې مړى وسوځاوه.
0 1 دقیقه لوستل