امنیت

په يوه مياشت کې په هرات کې ۵۰ تنه دښمنان وژل شوي دي

کابل باختر د وږي  شپږمه :
د تيرې يوې مياشتې په  بهيرکې د دولت ۵۰ تنه وسله وال مخالفين په هرات ولايت کې وژل شوي او څه ناڅه ۲۰ تنه نوريې ټپيان شوي دي .
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ددغه ټکي په بيانولو سره دباختر آژانس خبريال ته وويل: دهرات ولايت پوليسو د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې د شينډنډ، پښتون زرغون، اوبې، کشک رباط سنګي او د کهسان په ولسواليوکې لس چاڼيز عمليات ترسره کړي دي چې په نتيجه کې ۵۰ تنه دښمنان وژل شوي او څه ناڅه ۲۰ تنه نور يې ټپيان شوي دي .
  ولي زاده وويل چې دغه عمليات د دښمن د تحرکاتو د شنډولو په لاره کې ډير ګټور دي او زياته يې کړه چې د هرات ولايت د ولسواليو امنيتي حالت اوس ډير ښه دى او هيڅ راز انديښنه نشته .
  د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز د دښمن تر ګواښ لاندې ولسواليوکې د زياتو امنيتي ځواکونو د شتون  ډاډ ورکړ او ويې ويل چې همدا اوس  دهرات ولايت په ټولو ولسواليوکې کافي امنيتي ځواکونه شته او د امنيت په تامينولو بوخت دي .
دا په داسې حال کې ده چې په تېره يوه مياشت کې وسله والو مخالفينو  د هرات ولايت  په يوشمېر ولسواليو ډله ييز بريدونه وکړل چې دهرات ولايت د دفاعي او امنيتي ځواکونو له متقابل ځواب سره د دوى ټول بريدونه شنډ او هغوى ته د سر دروند زيان واوښت .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته